د ایران او افغانستان ترمنځ، د پولي په صفري کرښه کې د آمو د خبریالانو اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د ښځو، نارینهوو او ماشومانو په ګډون، هره ورځ، زرګونه افغانان د ایراني پولیسو لخوا د اسلام قلعې بندر ته استول کېږي.
سیمهيیزې سرچینې هم مني، چې په ورځ کې یوازې د اسلام قلعې بندر له لارې له شلو تر دېرش زره افغان کډوال هېواد ته را اوړي.
ورته مهال، یو شمېر راستانه شوي افغانان خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د اقتصادي ستونزو له امله ایران ته کډوال شوي وو، خو اوس تش لاسونه بېرته خپل هېواد ته راګرځېدلې دي.
د دوغارون او اسلام قلعې ترمنځ، د پولې صفري نقطه؛ هغه ځای چې د ایران له خاورې، هره دقیقه سلګونه کډوال راځي او له پولې تر تېرېدو وروسته، د خپل هېواد په لوري له تشو لاسونو او ستړو ګامونو سره حرکت کوي.
دغو راستانه شویو کې ښځې، نارینه او ماشومان شامل دي، چې له لوږې څخه د خلاصون په هیله یې خپل کورونه پريښي وو او د یوه پنډ جامو سره د کډوالۍ لاره یې نیولې وه؛ خو نن، په نه زړه او له سرپناه پرته له یوه نامعلوم برخلیک سره خپل هېواد ته راستنېږي.
د سرچینو په خبره، د کډوالو دغه څپه یوازې د اسلام قلعې له لارې په ورځ کې شل تر دېرشو زرو کسانو پورې رسېږي.
له ایرانه اېستل شوی افغان کډوال، احمد الله، وايي: «موږ هیڅ کوم خاص هدف له ایرانه نه درلود، موږ ټول په افغانستان کې بېکاره وو او یوازې د لوږې څخه د ځان ژغورلو لپاره مو خپل وطن پرېښود. موږ سیاستوال نه وو، بلکې بزګران او مزدورکاران وو. زموږ د کورنۍ غړي لس تنه دي.»
راستانه شوي ماشومان هم له ورایه ناهیلې ښکاري. دوی وایي چې د یوه آرام ژوند او ښه راتلونکي په موخه د خپلې کورنۍ سره یې د کډوالۍ شپو او ورځو ته ځان ورکړی و، خو اوس اړ دي چې خپل هېواد کې ژوند وکړي؛ هغه هېواد چې دوی اوس ورسره د پخوا په څېر بلدتیا نه لري.
دوی تر اوسه د خپل راتلونکي برخلیک په اړه بې خبره دي، خو له چوپ، اندېښمنو څېرو یې معلومېږي، چې راتلونکي ته چندانې هیلهمن نه ښکاري.
له ایرانه اېستل شوی افغان کډوال، محمد رسول، وايي: «په ایران کې زموږ ۲۰۰ میلیونه تومان پاتې دي. موږ هلته یو کور په کرایه نیولی و، خو د کور مالک زموږ پیسې نه دي راکړي. کور مالک موږ ته وویل، چې هره ورځ به یو میلیون تومن درکړم. ما ورته وویل، موږ یوازې څلور ورځې وخت لرو چې له ایرانه ووځو، نو اوس زموږ دا پیسې څه کېږي؟»
ملګرو ملتونو هم تېره ورځ، له ایرانه د کډوالو د راستنېدو د شمېرو په اړه ویلي ول، چې په ورځ کې نږدې پنځوس زره افغانان له ایران څخه د افغانستان خاورې ته را اوړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر، له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او ټينګار کوي، چې ډېری راستانه شوي افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. بلخوا، یو شمېر راستانه شوي کډوال له طالبانو شکایت لري، چې دوی ته یې د راستنېدو پر مهال لازمې آسانتیاوې نه دي برابرې کړي.