د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت وايی، چې جرمني کولای شي له طالبانو سره د افغان مجرمینو د بېرته ستنولو لپاره خبرې اترې وکړي، حتا د هغوی له رسمیت پېژندنې پرته.
نوموړي ټینګار کړی چې په برلین کې د طالبانو د یوه استازي منل د «مجرمانو د ایستلو د بهیر د اسانتیا» په موخه، د بحث وړ موضوع ده.
ښاغلي دوبرینت د جمعې په ورځ د «ولت» له ټلوېزیوني شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: «که طالبان یا افغانان دلته خپل استازي واستوي، دا کار حتا بې له رسمي ډیپلوماتیک پېژندنې هم عملي کېدای شي. زه له دې سره کومه ستونزه نهلرم چې د ستونزو د حل لپاره یو اړیکهساتونکی کس دلته موجود وي.»
نوموړي روښانه کړه چې اصلي موخه «خطرناک افغان مجرمین» بیرته افغانستان ته شړل دي.
هغه زیاته کړه: «زموږ لېوالتیا دا ده چې خطرناک مجرمان له دې هېواده افغانستان ته وایستل شي.» او ټینګار یې وکړ چې دی چمتو دی په مستقیم ډول له طالبانو سره د دې موخې لپاره خبرې وکړي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول هر ډول رسمي تماس له طالبانو سره رد کړی، خو دوبرینت د دوی تر منځ د نظر اختلاف رد کړی او ویلي یې دي: «له چا سره خبرې کول د هغوی رسمي ډیپلوماتیک پېژندنه نه ده. موږ کولای شو موافقې ولرو، پرته له دې چې هغوی په رسمیت وپېژنو.»
ده ټینګار وکړ چې دا ډول هوکړه د هغو افغان مجرمانو لپاره چې د حبس موده یې پای ته رسېدلې، خو لاهم له هېواده نه دي ایستل شوي، اړینه ده؛ ځکه د لا زیاتو ورځو بند لپاره باید له د دوی له اصلي هېواد سره موافقه موجوده وي.
