کډوالي

ملګري ملتونه: ښایي د ۲۰۲۵ کال تر پایه درې میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، چې ښایي د روان میلادي کال تر پایه درې میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شي.

ملګري ملتونه وايي، دغه وضعیت د افغانستان پر اوسني بشري بحران خورا سخت فشار واردوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، چې له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو کچه په ورځ ۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی، چې ډېری یې له سختو سفرونو وروسته ستړي، سرګردانه او بې برخلیکه دي.

هغه ویلي دي: «ډېری دا بېرته ستنېدونکي کسان ناڅاپه له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او تحقیر‌آمیز سفر یې کړی دی؛ دوی ستړي، سرګردانه، د تاوتریخوالي ښکار او اکثره ناامیده دي چې د نږدې ۴۰ درجې سانتي‌ګراډ تودوخې په شرايطو کې یو ګڼه ګوڼه مرکز ته راځي او هلته خپرېږي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ټینګار کړی چې له افغانستان سره ناپېژندګي، له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.