کډوالي

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې نږدې ۳۰ زره افغان کډوال ایستلي دي

ایران او پاکستان تېره ورځ (جمعه، د چنګاښ ۲۰مه) ۲۹ زره او ۷۲۳ افغانې کډوالې کورنۍ له خپلو هېوادونو څخه ایستلي، چې له دې ډلې څخه تر ۹۰ سلنه ډېر یوازې له ایرانه شړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د عالي کمېسیون په وینا، له دغو کسانو څخه ۲۹ زره او ۱۵۵ تنه له ایرانه، او ۵۶۸ تنه نور له پاکستانه، په زوره یا داوطلبانه ډول ایستل شوي دي.

یاد کډوال د اسلام‌کلا، ورېښمو لار، سپین بولدک او تورخم پولو له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، چې له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو کچه په ورځ ۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی، چې ډېری یې له سختو سفرونو وروسته ستړي، سرګردانه او بې برخلیکه دي.

هغه ویلي دي: «ډېری دا بېرته ستنېدونکي کسان ناڅاپه له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او تحقیر‌آمیز سفر یې کړی دی؛ دوی ستړي، سرګردانه، د تاوتریخوالي ښکار او اکثره ناامیده دي چې د نږدې ۴۰ درجې سانتي‌ګراډ تودوخې په شرايطو کې یو ګڼه ګوڼه مرکز ته راځي او هلته خپرېږي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ټینګار کړی چې له افغانستان سره ناپېژندګي، له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.