د آمو پښتو خبرونه ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۲۰ – د ۸ بجو خبرونه

ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په روان زیږدیز کال کې له ایران او پاکستانه ۱.۶ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي چې په یوه نیمه میاشت کې له نیم میلیون څخه ډېر کډوال یوازې له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې سازمان ټینګار وکړ چې یوازې د لس سلنه راستنېدونکو او هغو کسانو ته د رسېدو وړتیا لري چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

له بلې خوا، د طالبانو رئیس الوزرا له ایرانه غوښتي چې د کډوالو د ایستلو پروسه په تدریجي ډول ترسره کړي او د کډوالو له سپکاوي او د دوی د حقونو له سرغړونې ډډه وکړي.