د طالبانو مشر، هبت الله آخندزاده په کندهار کې یوې ناستې ته ویلي، چې خلک له شریعت سره بېګانه دي.
د طالبانو مشر، د افغانستان پخواني نظامونه تورن کړي، چې د غیر شرعي او فساد په خپرولو سره یې د ټولنې فکر او ذهن بدل کړی او خلک یې له دین څخه لیرې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې اوس خلک له شریعت سره د نابلدی احساس کوي. خو د طالبانو د مشر د دغو څرګندونو په غبرګون کې، یو شمېر دیني عالمان وایي، چې په افغانستان کې د اسلام دین تل حاکم و او وګړو یې د شریعت د تطبیق لپاره قربانۍ ورکړې دي.
د هېواد یو شمېر اوسېدونکي هم وایي، چې د طالبانو مشر له شریعت څخه د خپل تعریف له مخې، افغانې ښځې یې له خپلو حقونو محرومې کړې دي.
