امنیت

سرچینې: پکتیکا کې پخوانی محلي پولیس د څلورم ځل لپاره وهل شوی دی

په پکتیکا ولایت کې د پخواني حکومت د محلي پولیسو د یو غړي زوی وايي، چې پلار یې د څلورم ځل لپاره د طالبانو په جامو کې د وسلوالو کسانو لخوا په وهل ټکول شوی دی.

سرچینې آمو ته وايي، چې یاده پېښه د پکتیکا ولایت اړوند په یحی خېلو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د دغه سړي زوی وایي، چې دوی څو ځله د طالبانو ادارو ته عریضه وړې خو طالبان یې نه عریضه اخلي او نه یې غږ اوري.

هغ زیاته کړې: «موږ څو څو ځله ولسوالۍ او اړوند ادارو ته عریضې وکړې، خو زموږ غږ څوک نه اوري. نو موږ اړ یو چې خپله دفاع خپله وکړو او د دې ظلم او تیري هره بیه پرې کړو.»

هغه وایي: «دا زما پلار دی محمدرحیم پخوا په محلي پولیسو کې دنده درلوده له تحولاتو وروسته په خپل کلي کې پاتې شو، خو دا د انصاف نشتوالی وګورئ دا څلورم ځل دی چې په مرګوني ډول ووهل شو، دا ځل هم داسې کسانو چې د ا.ا.ا له نوم څخه په شخصي عقدې او کرکې کې استفاده کوي.»

د یادونې وړ ده، چې دا یې لومړۍ پېښه نه ده، بلکې له دې وړاندې هم د جمهوري نظام پاتې شوي کارکوونکي او د امنیتي ادارو ځواکونه وهل شوي، وژل شوي، زنداني شوي او د ځینو یې له ورک کېدو وروسته جسدونه موندل شوي دي.