د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۱۴۰ پېښې ثبت ښوي دي.
د دغه مرکز په راپور کې راغلي، چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله شاؤخوا ۵۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندې ښیي، چې د روان زېږديز کال په لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې په هېواد طالبانو د رسنیو د ازادۍ د ځپلو لړۍ ته په شدت دوام ورکړی.
په یاده موده کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ څارونکي د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۱۴۰ پېښې ثبت کړې دي، چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې له ۹۰ پېښو څخه ۵۰ پېښې یا شاؤخوا ۵۶ سلنه زیاتوالی ښیي.
په راپور کې راغلي: «په تېرو شپږو میاشتو کې له ثبت شویو پیښو څخه ډېری (۱۲۰ پېښې) یې د رسنیو یا د رسنیزو کارکوونکو د ګواښ او وېرولو پېښې دي.»
راپور وايي، چې د دې څېړنې موندنې ښیي چې د جنوري څخه تر جون میاشتې پورې، طالبانو هڅه کړې چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون پر بنسټ چې د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کوي، تصویري اطلاع رسونه په ځانګړي ډول ټلویزیونونه نور هم محدود کړي دي.
دغه راپور زیاتوي، په تېرو شپږو میاشتو کې، د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز لړۍ چې په ۲۰۲۴ کال کې په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند او ننګرهار کې په رسمي ډول اعلان شوی وو، ۱۴ نورو ولایتونو نورستان، فراه، بدخشان، بغلان، نیمروز، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، فاریاب، دایکندي، پنجشیر او لغمان ته هم وغځېده.
د دغه مرکز شمېرې ښيې، چې په دې موده کې د ۲۳ تلویزیونونو په ګډون ۲۶ رسنۍ اړ شوې خپل فعالیت ودروي، چې له ډلې یې درېیو تلویزیونونو له لنډ مودې وروسته بېرته په فعالیت پیل وکړ او په محدوده توګه ځیني تصویري راپورونو خپروي، خو نور تلویزیونونه د راډیو په بڼه فعالیت کوي او یا هم په بشپړه ډول له فعالیت پاتې شوي دي.
راپور څرګندوي، چې سربېره پر دې، دوه راډیوګانې او یو خصوصي ټلویزیون د بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور د استخباراتو له لوري وتړل شوې، چې راډیو ګانو ته له ۴۰ ورځو وروسته د فعالیت اجازه ورکړل شوه، خو ژمنه ترې واخیستل شوه چې د واکمنې ادارې رسنیز سیاست او شدیده ځانسانسوري به رعایتوي څو وشي کولای خپل فعالیت له سره پیل کړي.
راپور وایی، چې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې له ښکاره نورو پېښو څخه د لږ تر لږه ۲۰ خبریالان نیول دي، چې ډېری یې د بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ او د هغوی له لارې د حاکمې ادارې پر ضد د تبليغاتو په تور نیول شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ څارونکې ښیي چې په تېرو شپږو میاشتو کې شپږ نیول شوي خبریالان، د طالبانو د محاکمو له لوري له شپږو مياشتو څخه تر یو کال بند محکوم شوي او اوس مهال په پل چرخي او بګرام زندانونو کې د خپل بند موده تېروي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې همداراز څرګندوي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په رسنیو کې په ښځینه کارکوونکو فشار په بې ساري ډول زیات شوی دی.
راپور کې راغلي: «هغه کم شمېر رسنۍ چې د مېرمنو له لوري مدیریت کېږي د واکمنې ادارې له لوري په مستقیم او غیر مستقیم ډول تر فشار لاندې دي.»
دغه مرکز وايي، چې روان کال په مارچ میاشتې کې، د کندهار ولایت ځایي ادارې اعلان وکړ چې د یاد ولایت په رسنیو کې د ښځو د غږ نشرول په بشپړ ډول منع دي.