رسنۍ

سرچینې: خبریال اسلام توتاخېل له شپږو میاشتو بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوی

د «ځوانانو راډیو» خبریال اسلام توتاخېل

باوري سرچینې آمو ته وايي، چې د «ځوانانو راډیو» خبریال اسلام توتاخېل له شپږو میاشتو بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوی دی.

د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو نوموړی شپږ میاشتې وړاندې هغه مهال ونیو، کله چې د کابل د «ځوانانو راډیو» او «بیګم راډیو» دفترونه تړل کېدل.

سرچینو زیاته کړې چې طالبانو توتاخېل په بند کې شکنجه کړی هم دی.

د سرچینو په قول، طالبانو پر توتاخېل دا تور لګولی و چې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ټيم په اړه یې په ټولنیزو رسنیو کې مطالب خپاره کړي دي.

په وروستیو اوونیو کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې څو نور خبریالان هم نیولي دي. سرچینې وایي چې یو ګډ واحد د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف وزارت له لوري جوړ شوی، چې دا ډول نیونې تر سره کوي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د خبریالانو پر وړاندې د نیولو، تهدید او تاوتریخوالي له ۵۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي. ویل کېږي، چې د دغو ډېرو پېښو تر شا د طالبانو استخبارات او د امر بالمعروف وزارت لاس لري.

په همدې حال کې، افغانستان د بیان د آزادۍ له پخواني مقامه سخت راټیټ شوی او اوس په لسګونو زینو لاندې تللی دی.