سوداګري

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې مسلکي زده کړو ته د زمینې برابرولو هڅې

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هرات د صنعتي ښارګوټي د مسلکي کارکوونکو د وړتیا لوړولو لپاره په دغه ښارګوټي کې یو انستیتوت فعالوي.

د هرات د ځایي چارواکو په وینا اوسمهال د هرات د صنعتي ښارګوټي ۷۰ سلنه کارکوونکي بهرنیان دي.

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې شمېرې ښیي چې اوسمهال په ټول افغانستان کې ۴۶ زره تنه په ۳۸۳ مرکزونو کې په بېلابېلو برخو کې د مسلکي او تخنیکي زده کړو په ترلاسه کولو بوخت دي.

د کارپوهانو په وینا د هرات صنعتي ښارګوټی د افغانستان یو مهم صنعتي ښارګوټی دی او ان هغه سیمه ده چې تولیدات یې له هېواده بهر صادرېږي او داسې ښارګوټي متخصص او مسلکي ځواک ته سخته اړتیا لري.

په دې لړ کې ویل کېږي چې اوسمهال د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د هېواد د اړتیا وړ ۷۵ ډوله توکي تولیدیږي چې له بهرنیو هېوادونو یې واردلولو ته اړتیا نشته.

د دې ادارې رییس غلام حیدر شهامت وایي: «دغه اقدام د صنعتي ښارګوتو کارخونو کې د بهرنیو کارکوونکو پر ځای د کورنیو مسلکي ځواکونو رامنځته کولو په موخه شوی دی.»

اوسمهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ۲۰۰ کارخونې فعالیت لري او په وروستیو شپږو میاشتو کې ۲۰ سلنه هغه کارخونې، چې یو کال مخکې تړل شوې وې بیا یې کار پيل کړی دی.

په دغه ښارګوټي کې کابو څلور زره تنه پر کار بوخت دي.

خوراکي توکي، لبنیات، رُب، انرژي لرونکې او عادي نوشابې، معدني اوبه، جوس او کرنیز محصولات هغه څه دي چې په دغه ښارګوټي کې تولیدیږي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې عامل مدیر په دې اړه وایي: «د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د تخنیکي فعالیتونو د تنظیم لپاره مسلکي او متخصص انساني ځواکونه له بهرنیو هېوادونو په لوړ لګښت فعالیت لري او د دغه انستیتوت فعالیت پیلېدل به دغه ستونزه اواره کړي.»

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د پانګوالو ستونزې

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې پانګوال وایي چې د ځمکې او برېښنا کموالی هغه ستونزې دي چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې دوی ورسره مخ دي.

د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم وايي: «د هرات صنعتي ښارګوټی له جوړېدو راهیسې ډېر هسکې او ټیټې ګاللې شپږ میاشتې د مخکیني حکومت پر مهال او شپږ میاشتې له سقوط وروسته د هرات صنعتي ښارګوټي بشپړ ځوړتیا لرله چې د طالبانو ادارې د راتګ له شپږو میاشتو وروسته د دغو کارخونو فعالیت بېرته پیل شوی دی.»

د هرات صنعتي ښارګوټي کارکوونکي په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتونکي دي ترڅو د لا زیاتو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره شي.

د هرات د صنعتي ښارګوټي یوه کارکوونکي نجیب‌الله په دغه صنعتي ښارګوټی کې د پانګونې زیاتېدل او د نویو کارخونو رامنځته کېدو سره بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ مخې نیول کېدو ته په اشارې وویل: «د خوښۍ ځای دی چې زموږ په خپل ولایت او هېواد کې موږ ته د دندې زمینه برابر شوې ترڅو اړتیا نه وي زیات واټن تېر کړو او نورو هېوادونو ته د کار او د ژوندانه اړتیاوو د پوره کولو لپاره کډوال شو.»

هغه چې د یوې پنځه کسیزې کورنۍ مسوولیت پرغاړه لري وایي چې پانګوال هم هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري ترڅو لا زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر موده مخکې هرات ته په سفر د دغه ولایت په «زنده جان» ولسوالۍ کې د صنعتي ښارګوټي د جوړولو په اړه ویلي و.