رسنۍ

ریچارډ بنیټ: پر رسنیو د طالبانو نوي محدودیتونه د استبداد د زیاتېدو بله نښه ده

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، چې د طالبانو نوې پالیسي چې هر ډول انتقادي سیاسي بحثونه منع کوي، د افغانستان پر لا دمخه محدودو رسنیو په وړاندې یو جدي اندېښمنوونکی ګام دی.

هغه په ایکس کې لیکلي، چې دا د بیان ازادۍ لپاره یو بله توره ورځ ګڼل کېږي او په هېواد کې د سانسور او استبداد د زیاتېدو بله نښه ده.

طالبانو په خپل تازه رسنیز لارښود کې، د هېواد په رسنیو کې هر ډول انتقادي سیاسي بحثونه منع کړي دي. د دې فرمان له مخې، ټلویزیونونه او راډیوګانې باید د هر سیاسي پروګرام له خپرېدو مخکې، موضوعاتو، د مېلمنو او د شنونکو لیدلوری طالب چارواکو سره د تایید لپاره شریک کړي.

دغه مقررات چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا صادر شوي، ټلویزیوني، غږیزو، چاپي او ډیجیټلي رسنیو کې پر سیاسي محتوا سخت کنټرول وضع کوي. د دې سند رسمي عنوان «د افغانستان د سیاسي پروګرامونو د مدیریت پالیسي» دی.

د دې دستور پر بنسټ:

رسنۍ مکلف دي هره ورځ د خپلو وړاندیز شوو موضوعاتو او مېلمنو لېست د «سیاسي پروګرامونو د نظارت کمیټې» ته وسپاري؛

آن هغه مېلمانه چې مخکې تایید شوي، بیا هم باید د هر ځل ګډون لپاره نوې تاییدي واخلي؛

سیاسي شنونکي باید د طالبانو د نشراتو ریاست له‌خوا ورکړل شوې رسمي پېژندپاڼه ولري او له هر ډول نظر څرګندونې چې د طالبانو له رسمي سیاستونو سره په تضاد کې وي، ډډه وکړي.

طالبانو دا محدودیتونه د «اسلامي اصولو د ساتنې، ملي یووالي د پیاوړتیا او له مذهبي، قومي او ژبنیو تفرقو د مخنیوي» په موخه توجیه کړي دي. په دغه لارښود کې دا هم ویل شوي چې موخه یې د تبلیغاتي محتوا مخنیوی، پر واقعیت ولاړې خبریالۍ ته هڅونه، او د طالبانو د سیاستونو درناوی دی.