سویلي آسیا

پاکستان پوځ وايي د ټي‌ټي‌پي ۳۰ غړي یې په شمالي وزیرستان کې وژلي

د یوه پاکستاني سرتیري انځور

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې د تېرو دوو ورځو په عملیاتو کې د شمالي وزیرستان په حسن‌خېل سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ۳۰ غړي د امنیتي ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.

د دغه دفتر په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د «هند له لوري تمویلېدونکي» یوه ډله چې غوښتل‌یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ له پولې څخه نفوذ وکړي، د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د حسن خېل تحصیل په عمومي سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري وځپل شوه.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د جولای په ۲مه او ۳مه شپه، امنیتي ځواکونو د یوې سترې ډلې د خوځښت څارنه وکړه چې ټي‌ټي‌پي پورې تړاو لري، او هڅه یې کوله چې د پاکستان – افغانستان له پولې څخه شمالي وزیرستان ته ننوځي.

د پاکستان پوځ له طالبانو غوښټي چې «د افغانستان خاورې څخه د بهرنیو استازو له لوري د پاکستان پر ضد ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.»

څو ورځو وړاندې په شمالي وزیرستان کې لږ تر لږه ۱۳ امنیتي ځواکونه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.