د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۱۱ – د ۸ بجو خبرونه

د دوحې بهیر د کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته؛ پرون سه شنبې ماښام ناوخته د جزییاتو له خپرېدو پرته پای ته ورسېده.

بلخوا، د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د هېواد اوسېدونکي بیا ټينګار کوي، چې د دا ډول ناستو جزییات باید د افغانستان له خلکو سره شریک شي.

له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ د دوحې د کاري ډلې درېیمه ناسته او د خصوصي برخې د پراختیا په اړه دویمه ناسته پرون سه شنبې پای ته ورسېده. دغه دوه ورځنۍ ناسته د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د قطر په دوحه کې پيل شوې وه.