ایران کې د مازندران ولایت د بابل د پولیسو قوماندان، علی داداش ویلي، چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۹۹۳ تنه بېسنده افغان کډوال له دغې سیمې څخه ایستل شوي دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي تېره ورځ د مازندران د ټولنیزو چارو د شورا تر غونډې وروسته په ساري ښار کې وویل: «د خلکو د غوښتنو او عامه مطالباتو ته په ځواب کې، د بابل د پولیسو ځواکونو د ناقانونه بهرنیو اتباعو د راټولولو طرحه پلي کړه.»
هغه زیاته کړې، چې پولیسو د معلوماتي تسلط او هوښیارانه اقداماتو له لارې، د خلکو په همکارۍ، ۹۹۳ تنه افغان کډوال نیولي دي.
د بابل د پولیسو قوماندان وویل: «د ناقانونه اتباعو د تنظیم او ایستلو په هدف، تر عدلي همغږۍ وروسته، هغوی بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته واستول شول.»
ملګرو ملتونو هم له ایرانه د کډوالو د راستنېدو د شمېرو په اړه ویلي ول، چې په ورځ کې نږدې پنځوس زره افغانان له ایران څخه د افغانستان خاورې ته را اوړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر، له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او ټينګار کوي، چې ډېری راستانه شوي افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. بلخوا، یو شمېر راستانه شوي کډوال له طالبانو شکایت لري، چې دوی ته یې د راستنېدو پر مهال لازمې آسانتیاوې نه دي برابرې کړي.
له دې سره، یو شمېر افغان کډوال چې دا مهال په ایران کې مېشت دي، مخکې ویلي چې د ایران پولیسو کله ناکله د دوی د اقامت قانوني اسناد او پاسپورټونه شلولي او وروسته یې په زور له هېواده ایستلي دي.
دغه هېوادوال، چې قانوني اسناد لري، وايي که څه هم یې د پولیسو پام ورته اړولی چې اسناد لري، خو د دوی په وینا، پولیسو ورته ویلي: «دا اسناد یوازې احمقو ته کار ورکوي.»
