سیاست

ګل حسن د طالبانو د نوي سفیر په توګه مسکو ته رسېدلی

مسکو ته د طالبانو سفیر، ګل حسن

روسي رسنیو راپور ورکړی، چې مسکو کې د طالبانو تازه ټاکل شوی سفیر ګل حسن، روسیې ته رسېدلی دی. د دغو راپورونو پر بنسټ؛ د طالبانو تازه ګمارل شوی سفیر به ډېر ژر به په مسکو کې د طالبانو له لوري ورکړل شوی ډيپلوماتیک ماموریت پيل کړي.

له دې سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې، د مسکو متحد دی او ټینګار یې کړی، چې د روان کال تر پایه د مسکو فارمټ اوومه غونډه به د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شي.

طالبانو او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې روسیې په رسمي توګه مسکو کې د دوی ګمارل شوی سفیر منلی دی.

له دې سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له روسي رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د روسیې متحد دی او په سیمه او افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې د مسکو له لوري د طالبانو د ملاتړ پر دوام یې ټینګار کړی دی.

له دې سربېره؛ د روسیې ځانګړي استازي همداراز په راتلونکو میاشتو کې د طالبانو د استازو په ګډون، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د اوومې غونډې د جوړېدو خبره هم کړې ده.

د پوځي چارو یو شمېر شنونکي بیا د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان په اړه د روسیې سیاسي ـ امنیتي لید داسې بیانوي:

پخوانی پوځي، محمد رادمنش، وايي: «روسیه په نړیواله سیالۍ کې ښکېله ده او غواړي چې له طالبانو د وسیلې په توګه کار واخلي. طالبان؛ د سیمې او نړۍ د استخباراتي کړیو محصول دی او د دوی له ګټو پرته عمل نه شي کولای. طالبان له القاعدې او داعش سره ایډيولوژیکې اړیکې پالي او له دې ډلو سره د دوی مبارزه یوازې د شعار تر کچې پورې ده.»

روسیه؛ د ایران او چین ترڅنګ، یو له هغو هېوادونو څخه ده، چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې له طالبانو سره تعاملي اړیکې لري او په تازه پېښه کې، د روسیې سترې محکمې د روان میلادي کال د اپرېل په ۱۷مه، د دې هېواد د لوی څارنوال په غوښتنه، طالبان یې د روسیې د بندیزونو او د ترهګرو له نوملړ څخه و اېسته.