له فراه ولایت څخه سرچینې آمو ته وایي، چې طالبانو د دغه ولایت د بخشآباد بند یو شمېر انجنیران له دندو لرې کړي دي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې طالبانو دغه انجنیران ولې له دندو ګوښه کړي دي.
طالبانو هم تر دې دمه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
بخشآباد بند د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لري، چې ښی لور ته ۵۰ کیلومتره او چپ لور ته ۵۲ کیلومتره اوبهرسوونکي کانالونه لري.
په هلمند او فراهرود سیندونو د افغانستان له لوري د بندونو جوړول تل د ایران د چارواکو اندېښنې او نیوکې راپارولي دي. د ایران د چارواکو په نظر، د افغانستان دا بندونه د هلمند د اوبو د معاهدې د پلي کېدو پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.