د ملګرو ملتونو د بیړني غبرګون مرکزي صندوق په افغانستان کې د وچکالۍ پر وړاندې د مخنیوي اقداماتو او د افغاني ټولنې د ملاتړ لپاره، د ۱.۷ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له دې مرستو څخه به په فاریاب ولایت کې له وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې اته زره کورنۍ برخمنې شي، او همداراز هغه کورنۍ چې ښځینه سرپرستانې لري، هم دغه مرستې به ترلاسه کړي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر وایي، بشردوستانه اقدامات په افغانستان او ټولې نړۍ کې له جدي بودجوي ستونزو سره مخ دي، او باید له هر ډالر څخه اعظمي ګټه واخیستل شي.