سویلي آسیا

خیبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ پاکستاني سرتیري وژل شوي

په خیبر پښتونخوا کې د شنبې په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي او لسګونه نور، چې پکې ملکي وګړي هم شامل دي، ټپیان شوي دي.

نړیوال رسنیو راپور ورکړی، چې برید د شمالي وزیرستان د میر علي ښار د «خدي بازار» په سیمه کې د پوځ پر یوه کاروان شوی دی.

همدار راز د خیبر کرانیکل نومې ځایي رسنۍ د امنیتي سرچینو له خولې ویلي چې دا برید د پوځ د ۲۲م فرنټیر فورس له یوې بم شنډوونکې ډلې سره نږدې د ځانمرګي بریدګر له لوري ترسره شوی.

امنیتي چارواکو ویلي، دا هم‌غږی شوی برید و، چې پکې ځانمرګي بریدګر ځان د بم شنډوونکې موټر ترڅنګ والوزاوه.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۴ کسان، چې ۱۴ ملکیان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

دا برید د وروستیو میاشتو په ترڅ کې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو پر ضد تر ټولو خونړی یو ورځنی برید بلل شوی.

تر اوسه د پاکستان پوځ د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

خو د شمالي وزیرستان یو ځایي وسلوالې ډلې، چې مشري یې حافظ ګلبهار کوي، د دغه برید مسؤولیت پر غاړه اخیستی دی.

وروسته له دې چې په وروستیو کې په وزیرستان، خیبر او کرم کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي، د پاکستان پوځ په دغه سیمو کې استخباراتي عملیات پراخ کړي دي.

اسلام‌اباد تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال، چې ګواکې په افغانستان کې مېشت دي، په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي؛ خو طالبان دا ردوي او وايي چې له افغان خاورې دا ډول بریدونه نه ترسره کېږي.