د غزني یو شمېر کروندګر وايي، چې سږکال په دې ولایت کې د رومي بانجانو حاصلات زیات شوي؛ خو د پلور بازار یې بې خونده دی.
په دې راپور کې په غزني ولایت کې د یوه کروندګر ابوذر د رومي بانجانو کرونده انځور شوې.
ابوذر د غزني ولایت په یوه څنډه کې د شل بسوې ځمکې په اجاره کولو سره، د رومي بانجانو کرکېله شروع کړې ده. دی وايي چې، د کرنې لګښت زیات دی او په بازار کې د کیمیاوي سرې بیه، اوبو، کرنیزو دواوو بیه او همداراز د ځمکې د اجارې پيسې لوړې دي، خو مقابل کې یې بیا د رومي بانجانو د حاصلاتو کورنۍ بازار ټيټ دی.
ابوذر وايي چې، تر اوسه یې له هېڅ کرنیزې موسسې او دولت څخه مرسته نه ده ترلاسه کړې.
هغه زیاتوي: «زیات زحمت لري، خو کله چې خپل حاصلات بازار ته وړو، نو ارزانه یې اخلي. له خرڅېدو وروسته حتا هغه زموږ مصرف هم نه پوره کوي، ځکه د کیمیاوي سرې، اوبو او د ځمکې د اجارې پيسې دي.»
د غزني یو شمېر نور کروندګر وايي چې، د خلکو د بې وزلۍ له امله؛ کورنۍ بازار هغه پخوانی خوند نه لري او همداراز نورو ولایتونو، هېوادونو او سیمې ته د غزني د کرنیزو محصولاتو د صادرېدو زمینه هم برابره نه ده.
د غزني اوسېدونکی، حسین، وايي: «اعلی رومي بانجان کیلو په پنځأس افغانۍ خرڅوو. بازارونه ډېر خرابه دي او مونږ ته هېڅ ګټه نه کوي.»
یو شمېر نور کروندګر وايي چې سږکال د رومي بانجانو حاصلات په بې ساري توګه زیاته شوې خو تر څنګ یې د دې کرنیز محصول د پلور بازار هغه پخوانی خونده نه لري.
د غزني اوسېدونکی، مسلم، وايي: «خدای شاهد دی چې، خپل حاصلات په ډېره ټيټه بیه خرڅوو. په کیلو کې یوه یا دوه افغانۍ ګټه موږ ته پاتې کېږي. بازارونه هېڅ ښه نه دي.»
د غزني ولایت د هېواد په مرکز کې، یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د رومي بانجانو او بادرنګو د کرکیلې ډېر شمېر ګلخانې لري، خو د کروندګرو په وینا، د سړو خونو او د پلور د مناسب بازار د نشتوالي له امله دغه کرنیز محصولات د هېواد په بازارونو کې په ډېره ټيټه بیه خرڅېږي.