ورزش

نورستان کې د لومړي ځل لپاره د فوټبال غوره لیګ پيل شو

د نورستان په مرکز پارون کې د لومړي ځل لپاره د فوټبال سیالۍ پيل شوې دي.

دغه سیالۍ د یاد ولایت د فوټبال فدراسیون له لورې په لاره اچول شوې دي، چې په کې لس غوره لوبډلې برخه لري.

د نورستان د فوټبال فدراسیون مشر حفیظ الله امیني وایي، د دې سیالیو لومړۍ لوبه د وانت وایګل او پشکي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې وانټ وایګل ۴-۰ پشکي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

امیني وایي د دې سیالیو موخه په دې ولایت کې د فوټبال د لوبغاړو هڅونه او دې لوبې ته وده ورکول دي.

نوموړی وایي له دې  وړاندې په دې ولایت کې دا ډول سیالۍ نه وې ترسره شوې او په خبره يې دا لومړی ځل دی، چې د فوټبال دا ډول سیالۍ په لاره اچول کېږي.

هغه زیاتوی: «نن په نورستان کې د مرکز او ولسوالیو د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ فوټبال لیګ پيل شو، دا يو ښه پيل دی ځکه دا به لوبغاړي تر دې ښو لوبو ته وهڅوی.»

د فوټبال لوبغاړي او مينه‌وال وایي، په دې ولایت کې ورسره د فوټبال په ډګر کې ښه لوبغاړي شته، خو په خبره یې ملاتړ يې نشته.

د دوی په وینا، که په دې ولایت کې لوبغاړو ته پام وشي دوی به ډېر ژر وکولای شي په نړیوالو ډګرونو کې د هېواد ملي بیرغ وځلوي.

لوبغاړي وایي، تر اوسه په دې ولایت کې د فوټبال لپاره مناسب لوبغالی نشته او په انځورونو کې لیدل کېږي، چې اوسنۍ لوبې هم په لوبغالي که نه په یوه هوار ځای کې، چې د لوبو لپاره منظم ترتیب نه دی ترسره کېږي.

د یاد ولایت اوسېدونکی فضل الحق وایي: «دلته ځوانان د لوبو سخت مینه‌وال دي، هره لوبه یې خوښه ده په ځانګړي ډول دودیزې لوبې دلته ډېرې دي. خو پام ورته نشته، فوټبال مو ښه دی، خو که کار وشي لوبغاړي به مو مخته ولاړ شي.»

عام خلک وایي نورستان ښکلې شنې سیمې لري؛ خو لوبغالي پکې نشته، چې لوبغاړي په کې ولوبېږي.

د يادونې ده، چې نورستان د هېواد په ختیځ کې پروت له طبیعي ښکلاوو ډک ولایت دی، چې په تېر پرځېدلي حکومت کې ورته د ملي پارک نوم ورکړل شو.

هرکال دې ولایت ته د هېواد د ولایتونو زرګونه سیلانیان ورځي او له ښکلاوو یې لیدنه کوی.