ورزش

ننګرهار کې د ۵۳ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې نجیب تره‌کي کرېکټ لوبغالي کې د ۵۳ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پيل شوې دي.

مسوولین وایي، دا سیالۍ ۳۰ اوره دي او په دې ولایت کې د دننه کلبونو د لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوې دي.

د ننګرهار د کرېکټ بورډ سرپرست فضل رحیمي وایي، په دې سیالیو کې لوبېدونکې ټولې لوبډلې به په ۱۳ ګروپونو کې له یو بل سره ولوبېږي.

رحیمي زیاتوي: «دا سیالۍ د داخلي کلبونو ترمنځ پیل شوې چې ۲ میاشتې به دوام وکړي، هره لوبډله په خپل ګروپ کې ۳ لوبې ترسره کوي، چې په ټوله کې په کې ۵۳ لوبډلې برخه لري.»

مسوولین وایي، د دې سیالیو موخه د لومړۍ درجې او دویمې درجې ولایتي کرېکټ سیالیو لپاره د پياوړو لوبغاړو په نښه کول دي.

په دغو لوبو کې ګډون کوونکي لوبغاړي هم د دې سیالیو له پيل څخه خوښي څرګندوي.

دوی وایي، په دې سره به دوی خپله وړتیا وښيي او مخکښو لوبډلو ته به لار ومومي.

یوسف خان چې په دې سیالیو کې ګډون کوي وایي: «خوشحاله یم، چې دا سیالۍ په لاره واچول شوې. دا ګټه کوي موږ به هڅه کوو خپله وړتيا وښيو او مخکې ولاړ شو.»

د کرېکټ روزونکي هم دا لوبې د لوبغاړو د پرمختګ لپاره يو ښه چانس یادوي او وایي دوی ته اړینه ده، چې په غور سره ولوبېږي ترڅو لومړۍ او دوهمه درجه ولایتي لوبډلو ته لار پيدا کړي.

په دې ولایت کې د کرېکټ لوبغاړي هیله‌مندي ښيي، چې دوی ته به په دې برخه کې لا اسانتیاوې او لوبې برابريږي او دوی به وکولای شي پرمختګ وکړي.

د ننګرهار د کرېکټ بورډ د مسوولینو په وينا ټاکل شوې له دې سره سممهاله په راتلونکي اونۍ کې د هېواد په کچه د غوره لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پيل شي، چې پکې به د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم برخه واخلي.