د آسیا مویټای اتلولیو سیالیو کې د افغانستان یوازینی استازی روح الله موسوي د شپېته کیلوګرامو په وزن کې؛ د دوه په زړه پورې بریاوو په ترلاسه کولو سره، د دې سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه او د سپينو زرو مډال یې قطعي کړ.
نوموړي په دې سیالیو کې خپل فلیپيني او ویټنامي سیالان له مخې لرې کړل او په دې توګه یې وکولای شول چې پایلوبې ته ولاړ شي.
د دې سیالیو پایلوبه به راتلونکي اونۍ ترسره او موسوي به په دې حساسه سیالۍ کې، د اتلولۍ د ګټلو په موخه له خپل ټایلنډي سیال سره مخامخ شي.