اسماعیل بقایی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ویلي چې پرون د ایران له خوا د قطر په العُدید پوځي اډې برید د «امریکا د پوځي تېري» په ځواب کې شوی او دا باید د قطر پر ضد برید ونه بلل شي.
هغه قطر د ایران دوست او ګاونډی هېواد یاد کړی او ویلي یې دي چې ایران تل له قطر او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب اصل ته ژمن دی.
ایران تېره ورځ په قطر کې د امریکا پر پوځي اډې، شپږ توغندي توغولي وو، چې د امریکا د پوځ په وینا، ټول يي شنډ کړل شول.
دغه برید د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو د امریکا د هوايي بریدونو په غبرګون تر سره شوی وو.