د اسراییلو د دفاع وزیر، ایزرایل کاتس وايي چې ایران له اوربند څخه له دوو ساعتونو ډېر وخت وروسته د توغندیو په ویشتلو سره دغه اوربند «په بشپړ ډول نقض کړی» دی.
هغه زیاته کړه چې پوځ ته یې امر کړی چې د ایران «نیمهنظامي او دولتي» موخو پر ضد بریدونه بیا پیل کړي.
خو د اسراییلو د بېړنیو خدمتونو د راپور له مخې، له اوربند وروسته د ترسره شویو توغندیزو بریدونو په پایله کې کوم تلفات نه دي ثبت شوي.
تر دې وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وایي چې سر له اوسه د اسراییلو او ایران ترمنځ اوربند «تطبیق کېدونکی» دی.
هغه نن سهار د کابل په وخت شاوخوا ۹:۴۰ په «تروت سوشیال» کې ولیکل: «اوس اوربند نافذ دی.» ټرمپ له ښکېلو خواوو غوښتي چې دا اوربند نقض نه کړي.