کډوالي

د ایران په مازندران کې پولیسو ۲۲۱ افغان کډوال نیولي

د ایران د مازندران ولایت په ساري ښار کې، ایراني پولیسو ۲۲۱ تنه افغان کډوال نيولي دي.

ايرنا خبري آژانس د دغه ښار د امنیې قوماندان، عبدالله حسن‌زاده، له قوله راپور ورکړی چې دغه کډوال یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په خپلو «پټنځایونو» کې نیولي دي.

هغه زیاته کړې: «د ناقانونه بهرني اتباعو د شتون په اړه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، موضوع د پوليسو له خوا په جدي توګه تر څېړنې لاندې ونيول شوه.

ښاغلي حسن‌زاده ویلي، دا کسان په ناقانونه ډول ښار ته ننوتي وو.

هغه زياته کړه: «له ټولو ښاريانو مو جدي غوښتنه دا ده چې له ناقانونه بهرني اتباعو د هر ډول کارونو لپاره له ګمارلو څخه ډډه وکړي؛ ځکه که داسې حالت ولیدل شي، له تخطي‌کوونکي کس سره به قانوني چلند وشي.»

د مازندران د مرکز د عمومي او انقلاب څارنوال د رسمي اعلان له مخې، په دې سيمه کې د ناقانونه بهرني اتباعو مېشتېدل او استوګنه منع ده، او هغوی په دندو ګمارل د کار ورکوونکو له خوا جرم ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون وایي چې ایران او پاکستان د تیرې یوې ورځې (شنبه، د چنګاش ۲۱مې) په ترڅ کې ۲۰ زره او ۷۳۵ افغان کډوال له خپلو هېوادونو څخه ایستلي دي.

د دې کمېسیون په وینا، له دې ډلې ۲۰ زره او ۲۵۰ تنه له ایران څخه او ۴۸۵ تنه نور له پاکستانه په اختیاري او جبري ډول ایستل شوي دي.