په کابل کې د هوا له تودوخې سره هممهاله؛ د دې ښار اوسېدونکي د څښاک د اوبو له کموالي اندېښنه لري. د کابل دغه ښاریان وايي، چې د څښاک د اوبو په پیدا کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په خبره، هره ورځ اړ دي څو د اوبو د اخیستلو په موخه، اوږده واټنونه ووهي.
کابل ښاریان وايي، چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یې د ژوند یوه ستره ننګونه ګرځېدلې ده.
محمد اجمیر، چې د کوټهسنگي د سیمې اوسېدونکی دی، د خپل کور د اوبو څاه له وچېدو شکایت کوي او وایي، چې د ښاري اوبو جریان هم پرې شوی دی. د اجمیر په خبره، اوس اړ دی چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اوبه د پيسو په بدل کې وپېري.
دا یوازې اجمیر نه دی، چې د څو بوشکو اوبو لپاره لېرې واټن وهي، صفي الله هم چې په کابل کې اوسېږي؛ د اجمیر په څېر د اوبو له کمښته شکایت لري او وايي چې د اوبو رسولو شرکتونو له لنډې مودې وروسته د ښاري اوبو جریان پرې کړی او اړ دي چې د څښاک د اوبو د پیدا کولو لپاره اوږده واټنونه ووهي.
صفي الله زیاتوي، چې په کابل کې د اوبو د کمښت مسئله، یوه لویه ستونزه ده چې د دې ښار خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.
ضمیرالدین چې د کابل د پغمان د سیمې اوسېدونکی دی، د ښار بلې څنډې ته د اوبو د اخیستلو لپاره راغلی او وايي، چې د دوی د اوسېدو په سیمه کې هم د اوبو کچه ټيټه شوې ده او له سخت کړاو سره مخ دي.
له دې ټولو سره سره، د چاپېریال ساتنې کارپوهان بیا وايي، چې پلازمېنه کې د اوبو د کمښت د وقایع لپاره اړینه ده، چې د دې ښار د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې تقویه شي.
له دې مخکې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق یا یونیسف هم په کابل کې د اوبو د کمښت په اړه خبردارۍ ورکړی و. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي و، چې د کابل ښار به تر ۲۰۳۰ م کاله پورې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
د کارپوهانو په وینا، د ښاري نفوس زیاتوالی، له ماسټرپلان پرته د ښار پراختیا او اقلیمي بدلونونه هغه عوامل دي، چې د اوبو لاندې سرچینو په کموالي کې رول لري او د کابل ښار د اوبو ستونزه یې زیاته کړې ده.
