کډوالي

په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه له ۲۰ زرو زیات افغان کډوال ایستل شوي

انځور له ارشیف څخه

د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون وایي چې ایران او پاکستان د تیرې یوې ورځې (شنبه، د چنګاش ۲۱مې) په ترڅ کې ۲۰ زره او ۷۳۵ افغان کډوال له خپلو هېوادونو څخه ایستلي دي.

د دې کمېسیون په وینا، له دې ډلې ۲۰ زره او ۲۵۰ تنه له ایران څخه او ۴۸۵ تنه نور له پاکستانه په اختیاري او جبري ډول ایستل شوي دي.

یاد کډوال د هېواد له بېلابېلو پولو، لکه اسلام‌قلعه، د ورېښمو پل، سپین‌بولدک، انگور‌ اډې او تورخم له لارې افغانستان ته راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې (جمعه، د چنګاش ۲۰مه) هم ایران او پاکستان له افغانستان څخه د ۲۹ زره او ۷۲۳ کډوالو کورنیو ایستلو راپور ورکړی، چې له دې ډلې څخه له ۹۰ سلنه زیات یې یوازې له ایران څخه ایستل شوي وو.

د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون ویلي، چې له دغو ایستل شویو کسانو څخه ۲۹ زره او ۱۵۵ تنه له ایران څخه او ۵۶۸ تنه نور له پاکستانه په جبري او اختیاري ډول اخراج شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تر دې وړاندې ویلي، چې یوازې له ایران څخه د ایستل شویو افغان کډوالو شمېر په ورځنۍ کچه تر ۵۰ زرو تنو رسېږي.

دغه سازمان تازه خبرداری ورکړی چې ښايي د روان میلادي کال تر پایه درې میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راوګرځي.