سوداګري

ننګرهار کې د افغاني غالیو صنعت په پراخېدو دی

په ختیځ ولایت ننګرهار کې د غالۍ اوبدلو صنعت مخ په پراخېدو دی.

د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې لسګونه نجونې په یوه خصوصي شرکت کې د غالیو په اوبدلو بوختې دي.

عایشه د غاليو د اوبدونکو نجونو استاده ده وایي، په ټول دره نور کې شاوخوا ۱۰۰ نجونې د غالیو په اوبدلو بوختې دي، چې په خبره يې په هر مرکز کې تر ۳۱ نجونې کار کوي.

نوموړې وایي، یاد شمېر نجونې شاوخوا ۶ میاشتې د غالیو د اوبدلو ترڅنګ روزنه هم ویني او په بدل کې د میاشتې ۱۲ زره افغانۍ ورکول کېږي.

عايشه زیاتوي: «اوسمهال په ټول دره نور کې ۱۰۰ شاګردانې کار کوي او له ما سره دلته ۳۱ نجونې کار کوي. دوی ته په میاشت کې تر ۱۲ زره افغانیو مزد ورکول کېږي.»

نوموړې وایيو د دې شاګردانو پرمټ په هرو درېیو میاشتو کې ۵۰ متره غالۍ برابروي او بازار ته یې د پلور لپاره وړاندې کوي.

مرسل د دره نور د غالیو اوبدلو په یوه مرکز کې په کار کولو خوښه ده.

نوموړې وایي، دې کار یې هم د کور ستونزې اوارې کړې او هم دا کولای شي راتلونکي کې یو کسب زده او کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

مرسل زیاتوي: «دلته ۲ میاشتې او ۱۰ ورځې کې کار کوو، موږ ته د میاشتې ۱۲ زره افغانۍ تنخوا راکوي، هو کور کې هم کار کوو خو دلته چې راځو کور کې کار نه کېږي. دې ځای نه چې فارغ شو بیا کور کې کار کوو.»

کاریګرې نجونې هیله لري، چې له ۶ میاشتو وروسته دې هم دوی ته د کار د دوام زمینه برابره شي.

دوی وایي، هڅه کوي په کور کې هم غالۍ واوبي، خو په خبره يې که په بازار موندنه کې ورسره مرسته وشي ښايي ژر پرمختګ وکړي.

دا چاره په یاده ولسوالي کې د برادران په نوم د وطني غاليو د اوبدونې یو خصوصي شرکت برابره کړې ده.

د یاد شرکت مشر ملک طاهر وایي، دوی سره په ټول ختیځ کې شاوخوا ۳۰۰۰ نجونې په کار بوختې دي، چې هم کار زده کوي او هم میاشتنی معاش اخلي.

نوموړی وایي، که په هېواد د ننه ورسره مرسته وشي او د بازار موندنې په برخه کې شته ستونزې حل شي د نړۍ په کچه به ښکلې غالۍ چمتو کړي.

هغه وایي: «موږ الحمدالله هر ډول غالۍ چمتو کولای شو، خو له بده‌مرغه موږ بازار بې خونده دی، خلک پردۍ غالۍ پېري او وطنۍ ته پام نه کوي حال دا چې دا اصلي دی او هغه له هېواد بهر نه چې راځي ډېرې ستونزې لري.»

ملک طاهر زیاتوي هڅه کوي د کورنیو غالیو د اوبدلو صنعت لا پراخه او تولیدات ډېر کړي، څو د بهرنیو غالیو د وارداتو مخه ونيسي.

کورنۍ غالۍ د هېواد په کچه ډېر مینه وال لري، خو خلک وایي تولیدات یې کم او بیې لوړې دي، ځکه یې د اخیستو توان نه لري.

د نظر خاوندان هم په دې باور دي که په هېواد د ننه تولیدات ډېر او خلک د بهرنیو توکو په پرتله کورنیو توکو ته لومړیتوب ورکړي ښايي ډېر ژر به ځان بسیا او د نورو له احتیاج څخه خلاص شو.