Uncategorized @ps

اسراییل: په کرمانشاه کې پوځي موخې بمبار شوي دي

بي‌بي‌سي د اسراییلو د هوايي ځواک په حواله راپور ورکړی چې نن دوشنبه د سهار په لومړیو ساعتونو کې د ایران د لویدیځ کرمانشاه ولایت یو شمېر پوځي مرکزونه د اسراییلي ځواکونو له لوري په نښه شوي دي.

د راپور له مخې، تېره شپه ۲۰ اسراییلي جنګي الوتکې ایران ته د عملیاتو په موخه ننوتي او د توغندیو د زیرمو او توغندیو د توغولو مرکزونه، همدارنګه راداري او سټلایټي سیسټمونه یې په نښه کړي دي.

اسراییلو ویلي چې پر ایران به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو د اسلامي جمهوریت د بالسټیکي توغندیو وړتیا نوره هم محدوده کړي.د راپور پر بنسټ، د تېرو نښتو په لړ کې د تیرې شپې بریدونه تر ټولو شدید عملیات بلل شوي دي.