د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې ۸۳ ټنه د ژغورنې طبي مواد یې د هېواد په اوو زونونو کې ۳۱ روغتیایي مرکزونو ته ورکړي دي.
په دغو موادو کې د جراحي او عاجلو خدماتو بستې، د جراحي او پانسمنګ سیټونه او نور اړین توکي شامل دي، او د اروپايي ټولنې د بشردوستانه ملاتړ او ملکي ساتنې دفتر او نورو تمویلکوونکو په ملاتړ برابر شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د اعلامیې له مخې، دا مرسته به په راتلونکو درې میاشتو کې شاوخوا ۲۰,۰۰۰ افغان بستري ناروغانو ته د جراحي درملنې په برخه کې مرسته وکړي.
ادوین سینیزا سلوادور، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ویلي دي: «دغه ژغورونکي طبي مواد د عاجلو حیاتي خدماتو د وړاندې کولو لپاره مهم دي، او موږ د تمویلکوونکو او خپلو شریکانو سره په ګډه د ټولنو ترڅنګ ولاړ یو څو ډاډ ترلاسه کړو چې صحي خدمات هغو کسانو ته ورسیږي چې تر ټولو زیاتې اړتیاوې لري.»
