د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو نن یکشنبه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې ایران د خپل اټومي پروګرام د خبرو اترو په بهیر کې امریکا «غولولی»، او دا کار د دې لامل شو چې ډونالد ټرمپ د پوځي اقدام پرېکړه وکړي.
ښاغلي روبیو ویلي: «موږ ایران ته وړاندیز وکړ چې یو غیرنظامي اټومي پروګرام ولري، خو هغوی دا وړاندیز رد کړ. هغوی موږ سره لوبې وکړې، زموږ وړاندیزونو ته یې ځواب ورنه کړ او لس ورځې بېدرکه وو. ولسمشر اړ شو چې غبرګون وښيي.»
هغه همداراز ټینګار وکړ چې امریکا له ایران سره جګړه نه غواړي، خو که برید وشي، «هغه وړتیاوې لري چې ایران تر دې دمه نه دي لیدلي.»
هغه خبرداری ورکړ چې د ایران لهخوا هر ډول غچ اخیستل به «تر ټولو ستره تېروتنه وي چې هغوی به یې وکړي.»
له دې وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې تهران هېڅکله د خبرو مېز نه دی پرېښی، بلکې دا بهیر د اسرائیلو د بریدونو او وروسته د امریکا د بریدونو له امله درېدلی دی.