سیاست

یوناما به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د دوحې بهیر د راتلونکو ګامونو اعلان وکړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي، چې ښايي د دې سازمان په راتلونکې ناسته کې، چې دوه ورځې وروسته ترسره کېږي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مشره، روزا اتونبایوا، اعلان وکړي چې د دوحې د بهیر د کاري ډلې ناستې به د سرطان په ۹مه او ۱۰مه نېټه په دوحه کې ترسره شي.

راپور زیاتوي، دغه ناستې به د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې او د خصوصي سکتور اړوند موضوعاتو تمرکز ولري او پکې به کارپوهان، د هېوادونو استازي، د ملګرو ملتونو استازي، طالبان، او نړیوالې او مالي ادارې ګډون وکړي.

د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې په دې راتلونکې ناسته کې به د طالبانو سره د تعامل څرنګوالی، د ترهګرۍ ضد مبارزه، بشري بحران، او د ښځو وضعیت تر بحث لاندې ونیول شي.

ټاکل شوې چې راتلونکی دوشنبه، د امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه ولري. راپور وایي چې تمه ده پدې ناسته کې به د افغانستان ګڼ سیاسي، بشري، بشردوستانه او ټولنیز-سیاسي ستونزې وڅېړل شي؛ په ځانګړې توګه د طالبانو محدودوونکو او تبعیض‌ناک سیاستونو سره د چلند څرنګوالی، په تېره بیا د ښځو په اړه.

راپور زیاتوي چې د علني غونډې نه وروسته، د ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو تر منځ غیرعلني مشورې هم پلان شوې دي.

د راپور له مخې، ښايي ځینې د امنیت شورا غړي په دوحه بهیر کې د ښځو د معنی‌دار ګډون پر اهمیت ټینګار وکړي. سره له دې، دا ناسته له یو شمېر غوښتنو سره مخ ده.

راپور وایي، د طالبانو سره د تعامل څرنګوالی، د ترهګرو ډلو – په ځانګړې توګه د داعش خراسان – د فعالیتونو په اړه اندېښنې، د امریکا له‌خوا د بشري مرستو د بندېدو له امله رامنځته شوی بشري بحران، د بشري حقونو نقض، او د طالبانو سره په هر ډول دیپلوماتیک تعامل کې د ښځو د ګډون او حقونو محوري کول، او همداراز د طالبانو د «امر بالمعروف» قانون په اړه اندېښنې به د امنیت شورا د راتلونکې دوه ورځنۍ غونډې مهم بحثونه وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي د افغانستان په اړه پر مهمو مسایلو ژور اختلافات لري. راپور وایي چې د غونډې په درشل کې، د شورا غړي د افغانستان د سولې او پراخ حکومت ته د رسېدو په لارو چارو بیلابیل نظرونه لري.

راپور زیاتوي چې امریکا، فرانسه، او بریتانیا د طالبانو په رسمیت پېژندنه د نړیوالو ژمنو پر عملي کېدو مشروطه بولي؛ خو روسیه او چین له نړیوال فشار پرته له طالبانو سره د تعامل او هغوی ته د اقتصادي مرستو د رسولو غوښتونکي دي. سره له دې، ځینې نور بیا له طالبانو سره د هر ډول تعامل پر ضد دي.

د امنیت شورا دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې یوناما د «موزاییک» په نوم یو طرح عملي کوي. وروسته له دې چې دغه طرح د مشورې لپاره وړاندې شوه، اوس د بیانیو په متن کې هم بدلونونه لیدل کېږي؛ داسې چې پخوا به د «پراخ حکومت جوړونې» اصطلاح کارېده.

خو د اروپايي اتحادیې په کوربتوب د لوړپوړو چارواکو د وروستۍ ناستې بیانیه او همداراز د امنیت شورا راپور اوس د «پراخ حکومتدارۍ» اصطلاح کاروي، نه د «پراخ حکومت جوړونې».