سیاست

د اسلامي همکاریو سازمان او د مالیزیا ځانګړو استازو د افغانستان د «وروستیو تحولاتو» په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي داتو احمد اعظم عبدالرحمن سره د افغانستان د «وروستیو تحولاتو» په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي همکاریو سازمان له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې «د افغانستان وروستي بدلونونه او د اسلامي همکاریو سازمان هڅې د افغان ولس د ملاتړ لپاره» د دې ليدنې بحثي موضوعات وو.

د دې خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو همداراز د هغو وروستیو غونډو پایلو په اړه هم خبرې کړې دي، چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې د بهیر په چوکاټ کې د افغانستان پر وضعیت تمرکز لري او په قطر کې ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې تازه اعلان کړی چې د دې محکمې دویمه مقدماتي څانګه د طالبانو د مشر، هبت‌الله اخوندزاده، او د دوی د سترې محکمې د مشر، عبدالحکیم حقاني، د نیولو حکم صادر کړی. هغوی د «بشریت ضد جنایتونو» په ارتکاب تورن دي.

اسلامي همکاریو سازمان یو له هغو نړیوالو بنسټونو څخه دی، چې په تېرو نژدې څلورو کلونو کې د طالبانو د بیا واکمنېدو له وخته، تل یې د افغانستان د خلکو پر حقونو، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د زده‌کړې پر حق ټینګار کړی دی.

خو دا لومړی ځل دی چې طالب مشران په رسمي ډول له‌خوا د یو نړیوال بنسټ له لوري تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي.

طالبانو په غبرګون کې ویلي چې دوی دغه محکمه «بې‌صلاحیته، نامشروع او نه‌منلې» ګڼي او دا حکم یې «بې‌اساسه او بې‌اغېزې» بللی دی.