افغانستان

طالبان: د زمري له لومړۍ نېټې به سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شي

د سالنګ لويې لار انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټول‌ګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویې لارې د پاتې برخو د ترمیم او بیا رغونې د چټکولو او بشپړولو په موخه، دغه لاره به د زمري له لومړۍ نېټې د ټولو باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یوازې کوچني باروړونکي موټرونه چې د جنوبي سالنګ له بدیله لارې تېرېدلی شي، د تګ راتګ اجازه به ولري.

د طالبانو په خبرپاڼه کې همداراز ټینګار شوی چې د ټولو مسافر وړونکي وسایط، په ګډون د ۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰ بسونو، کولای شي له دې فرعي لارې څخه ۲۴ ساعته تګ راتګ وکړي.

د ټول‌ګټو وزارت همداراز ویلي چې د توکو د لېږد اسانتیا لپاره، د دوشي – بامیانو پر لار د ښکار درې په نوم بدیله لاره هم د خصوصي سکتور په همکارۍ د ترمیم او هموارۍ پروژه پیل کړې چې دا کار لا هم روان دی. د دې پروژې له بشپړېدو وروسته، باروړونکي وسایط به وکولای شي له دې لارې ګټه واخلي.

د یادونې ده چې د سالنګ لویه لاره د افغانستان له تر ټولو مهمو ترانزیټي لارو څخه ده چې د هېواد شمال او جنوب سره نښلوي.