د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وايي چې د ښځو سوداګري د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې لپاره کلیدي رول لري.
د ملګرو ملتونو دې ادارې پر اېکس ټولنیزه شبکه شمېرې ورکړې چې یوازې په یوه کال کې یې په افغانستان کې د ښځو لپاره نږدې ۵۰۰۰ کوچني او منځني کاروبارونه رامینځته کړي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې په کار فرصتونو کې پانګونه کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له هر لسو ځوانو ښځو څخه اته تنه یې له زدهکړو، روزنې او کار کولو محرومې دي.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان ښځې د بشري پراختیا له نړیوالو معیارونو څخه په څرګند ډول وروسته پاتې دي.
د راپور له مخې، د افغانستان د جنسیتي شاخص پر بنسټ، د ښځو او سړیو تر منځ په روغتیا، زدهکړه، اقتصادي مشارکت او پرېکړو نیولو برخو کې ۷۶ سلنه توپیر شته، چې افغانستان ته یې د نړۍ دویم تر ټولو پراخ جنسیتي واټن لرونکی هېواد مقام ورکړی دی.