د اسراییلو پوځ وایي چې نن سهار (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۸مه) یې په ایران کې د سانتریفیوژونو د تولید یو مرکز او د وسلو د تولید ځینې تاسیسات بمبار کړي دي.
خو د اسراییلو پوځ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
سانتریفیوژونه هغه وسایل دي چې یورانیم غني کوي. غني شوی یورانیم کولای شي د برېښنا د تولید فابریکو لپاره د سون توکي، او همداراز د اټومي بمونو د جوړولو لپاره وکارول شي.
د نړیوال اټومي څار سازمان مشر د جمعې په ورځ وویل چې د ایران د نطنز د یورانیمو د غنيکولو د ځمکې لاندې فابریکې سانتریفیوژونه ښايي د اسراییلي بریدونو له امله، که بشپړ له منځه نه وي تللي، نو سخت زیانمن شوي وي.