د دودیزې کاشي جوړونې صنعت؛ د هرات له اصیلو او تاریخي هنرونو څخه ګڼل کېږي، خو نن دا صنعت له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
د دې صنعت یو شمېر هنرمندان وایي، د مالي ملاتړ د نشتوالی او اړینو امکاناتو؛ لکه پرمختللي وسایل او د لوړ کیفیت لومړني مواد، نه شتون د دې لامل شوی چې د دودیزې کاشي جوړونې هنرمندان، له دې صنعت سره مخه ښه وکړي.
د هرات د جامع جومات په زړه کې،د دودیزې کاشي جوړونې یوه کارخونه، د دې تاریخي هنر د ساتلو لپاره، لا هم ساه باسي. په دې هنري کارخونه کې د کاشي دوه مشهور ډولونه، چې د اووه رنګه او معرقه کاشي په نومونو یادیږي، د هنرمندانو په لاسونو تولیدېږي. هغه کسان چې دلته کار کوي، د دې ډول کاشیانو د تولید پړاوونه له ډیزاین، رنګمالۍ او تر پخولو پورې، ټولې چارې په بشپړه توګه په لاس او دودیز ډول ترسره کوي.
د دودیزې کاشي جوړونې د کارخونې مسؤول، امېد نېکنام، وايي: «په دې کارخونه کې دوه ډوله کاشي چمتو کېږي. یو د اووه رنګه په نوم کاشي دی چې همدلته جوړېږي، او بل معرقې کاشي په نامه یادېږي چې په بله کارخونه کې جوړېږي. کله چې یواځې یو رنګ ته اړتیا وي، همدلته یې جوړوو، بیا هغوی کاشي چمتو کوي.»
هغه هنري نقشونه او لیکنې چې د کاشیو پر مخ په نستعلیق خط او په ډېر ظرافت سره لیکل کېږي، دودیزه کاشي جوړونه د نورو کاشي جوړونو له بڼې جلا کوي؛ دا ښکلي هنري کاشیانې، چې هر ټوټه يې د لاس د هنر او دقیق کار پایله ده.
خو د دې اسلامي هنر او ښکلي معمارۍ استازي او صنعتکاران له خپل اقتصادي وضعیت څخه سخت ناخوښ دي او د خپل کار په بدل کې د کم مزد اخیستو له امله شکایت کوي. دوی وايي، چې د کمو امتیازاتو له امله ده، چې نوی نسل دغه پخواني هنر او صنعت ته زړه نه ښه کوي.
کاشي جوړوونکی، احمد جان احمدي، وايي: «د اقتصاد شرایطو له امله، پنځه زره او اووه سوه معاش لرو، آیا دا معاش د اوبو، برق او نورو لګښتونو لپاره بسنه کوي؟ د اقتصادي ستونزو له امله ځینو د کار له دوام څخه لاس واخیست.»
کاشي جوړوونکی، جلیل احمد، وايي: «زموږ معاش کم دی. تاسو د توکو په قیمتونو پوهېږئ، مثلاً وګورئ چې د غوړو قیمت څنګه لوړ شوی، یا د اوبو او برق وضعیت ته وګورئ.»
د مالي ملاتړ نشتوالی، د اړتیا وړ امکاناتو کمښت، د عصري وسایلو نهشتون، بې کیفیته مواد، او د کار لپاره نامناسب ځای او شرایط هغه عوامل دي، چې له املهیې ګڼ شمېر هنرمندان له دې صنعت سره مخه ښه کړې. اوس یوازې څو تنه په دې کارخونه کې په خپل لاس جوړ شوي هنري کار ته دوام ورکوي.
کاشي جوړوونکی، علي محمد صبوري، وايي: «زموږ کار په لاس کېږي، ډېر زحمت لري، ټول پړاوونه په تمرکز او د لاس په واسطه ترسره کېږي. باید دا کار په سمه توګه ترسره شي.»
په تېرو وختونو کې، لږ تر لږه اویا تنه یوازې په همدې کارخونه کې د کاشي جوړونې په دودیز صنعت بوخت ول، خو نن ورځ دا شمېر یوازې شپږو تنو ته راکم شوی. د دودیزې کاشي جوړونې هنرمندان وايي، که دې صنعت ته لازمه پاملرنه و نه شي، نو د له منځه تلو له جدي خطر سره به مخ شي.