د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې مسلمانانو د جمعې په ورځ د اختر لمونځ ادا کړ. په مکه کې هم، حاجیانو د شیطان د سمبولیک دیوال په سنګسار او قربانۍ سره د حج مراسمو ته دوام ورکړ.
د فارس خلیج هیوادونو لکه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو، د غزې په اقصی جومات، اندونیزیا او نورو هیوادونو کې د اختر لمونځ د جمعې په ورځ ادا شو.
په همدې حال کې، په ټوله نړۍ کې مسلمانان اختر د پسه، غوا یا اوښ په قرباني کولو سره پیلوي او بیا یې اړمنو ته ویشي.
دوی همداراز د اختر لپاره ځانګړي چمتووالی هم نیسي؛ نوي جامې اخلي، د خپلوانو او ملګرو کورونو ته ځي، او د میلمنو لپاره چمتووالی نیسي.
بنین هیثم، د عراق وګړې، وايي: «اسلامي ملت ته د لوی اختر مبارکي وایو. خدای دې موږ او اسلامي امت وساتي. ان شاء الله چې هر کال روغ او جوړ اوسئ،. خدای دې زموږ ساتنه وکړي او زموږ دښمنان دې له موږ څخه لرې کړي او غزه دې خوندي کړي.»
د مصر یو وګړی، احمد سعد، وایی: «د لوی اختر ورځ سهار وختي له خوبه پاڅېدو سره پیلوو، ټوله کورنۍ ټول د لمانځه لپاره بهر ځو او بیا د قربانۍ لپاره بیرته راګرځو، چې د دې ورځې له ښکلو پیښو څخه ده.»
په ورته مهال، په مکه کې؛ حاجیان د حج مراسمو د دوام لپاره منا ته ننوتل او د شیطان د سمبولیک دیوال د سنګسار مراسم یې ترسره کړل.
له مراسمو وروسته، حاجیان قرباني کوي او د حج مراسمو ته دوام ورکوي.
د حج مراسم هر کال د هجري لمریز کال په پای کې ترسره کیږي او له مالي پلوه وړ مسلمان لپاره په ژوند کې یو ځل فرص دی.