د کابل په ملي نګارستان کې د افغانستان کلتوري، هنري او ادبي نندارتون جوړ شو، چې اتلس نارینه هنرمندان پکې شامل وو او له سلو څخه زیات هنري اثار یې نندارې ته وړاندې کړل.
دا دوه ورځنی نندارتون د ښځو له شتون پرته او د مخونو او ژوندیو موجوداتو د انځورونو په نشتوالي کې ترسره شو.
په دې نندارتون کې ځینې ګډونوال وايي چې نندارې ته وړاندې شوي انځورونه په طبیعي منظرو متمرکز دي.
ځینې ګډونوال هنرمندان وايي چې دوی له اقتصادي ننګونو سره مخ دي او طالبان باید د هنرمندانو ملاتړ وکړي.
احسان الله انځورګر وايي: «زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې ځوانانو ته پاملرنه وکړي، نندارتونونه جوړ کړي، او ځینې یې بې روزګاره دي، کار ته پاملرنه وکړي.هنرمندان له مالي پلوه کمزوري دي، دوی په خپلو انځورونو لګښت کوي.»
په دې نندارتون کې د اتلس نارینه هنرمندانو له سلو څخه زیات هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي. هغه انځورونه چې وړاندې شوي په طبیعي منظرو تمرکز کوي، او د دوی په منځ کې داسې کوم اثار نشته چې د ژوندیو موجوداتو مخونه یا انځورونه پکې ښودل شوي وي.
مبارز، انځورګر وايي: له بلې خوا، د لاسي صنایعو لسو هنرمندانو هم د خپلو محصولاتو سره په نندارتون کې ګډون وکړ او خپل اثار یې نندارې ته وړاندې کړل.
خو، ښځو ته په دې نندارتون کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې؛ او د دوی لاسي صنایع د نارینه وو لخوا نندارې ته وړاندې شوي دي.
