فرهنګ او هنر

سرچینې: پکتیا کې طالبانو د اریوب ځاځي تفریحي سیمه یوه خصوصی شرکت ته سپارلې

پکتیا کې سرچینې آمو ته وايي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د اریوب ځاځي ولسوالۍ تفرخي سیمه یو خصوصي شرکت ته په قراراداد ورکړې تر څو د سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې پکې برابرې شي.

سرچینو آمو ته جمعه د غبرګولي په ۱۶مه وویل، چې د دغه قراداد موده ۱۲ کاله ده او یاد خصوصي شرکت به طالبانو ته د کال دوه میلیونه افغانۍ ورکوي.

سرچینې زیاتوي، چې د پکتیا د اریوب ځاځي ولسوالۍ په «سپینې شګې» یاده تفریخي سیمه کې به د سيلانيانو لپاره تر ۲زره زياتې خيمې ولګول شي. همداراز، دوه معياري هوټلونه، تر ۳۰۰ پورې کوچني دوکانونه، دايمي برېښنا او د پاکو اوبو سيسټم هم برابر شوی.