لویدیځه اسیا

پیټ هګسټ: پر ایران د برید موخه «د رژیم بدلون» نه و

د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هګسټ وايي چې تېره شپه پر درېیو ایراني هستوي مرکزونو بریدونه د دغه هېواد د حکومت د نسکورولو په موخه نه وو ترسره شوي.

پیټ هګسټ د یکشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل: «دا مأموریت هېڅکله د رژیم د بدلون لپاره نه دی ترسره شوی او نه هم دا موخه لري.»

د امریکا د دفاع وزیر د غونډې په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات نه غواړي له ایران سره اوږدمهاله جګړه پیل کړي، او شپه‌نۍ بریدونه یې «په قصدي توګه محدود شوي» وبلل.

هګسټ وویل: «لکه څرنګه چې ولسمشر په ښکاره توګه امر کړی، دا عملیات به بې‌پایه نه وي. خو دا معنا نه لري چې زموږ د ځواب ویلو توان محدود دی. که اړتیا پېښه شي، موږ به غبرګون وښیو.»

هغه همداراز زیاته کړه: «د نړۍ تر ټولو قوي پوځ د خپلو خلکو د دفاع لپاره پوره چمتو دی.»

هګسټ، سره له دې چې د تېرو شپو د ناڅاپي بریدونو یادونه وکړه، ټینګار وکړ چې امریکا د جګړې لټه نه کوي.

هغه روښانه کړه چې د امریکا بریدونه نه د ایران پوځ او نه هم ولسي وګړي هدف ګرځولي، بلکې دا یو غیرمستقیم پیغام دی چې متحده ایالات نه غواړي ایران د امریکايي اهدافو پر ضد تلافی وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر همداراز افشا کړه چې د شنبې په ورځ د بی–۲ بم‌افکنونو انتقال له میزوري ایالت څخه د ایران د تېریدو د فریب یوه برخه وه.

هغه زیاته کړه چې امریکا د فریب لپاره نور تاکتیکونه هم کارولي، لکه د جنګي الوتکو لېږل چې د بم‌افکنونو ساتنه وکړي، او هغو بم‌افکنونو بیا ۱۴ د بنکر شکن بمونه د ایران پر پیاوړو هستوي مرکزونو غورځولي. د هغه په وینا، دا تدابیر مرسته وکړه چې عملیات پرته له دې چې د ایران جنګي الوتکو او دفاعي سیستم ته خبرداری ورکړي، ترسره شي.

په همدې حال کې، جنرال دان کین، د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز، هم ټینګار وکړ چې د «نیمې‌شپې چکش» په نوم عملیاتو هدف د فردو، نطنز او اصفهان هستوي مرکزونو له منځه وړل و.

هغه زیاته کړه: «د وروستیو زیانونو ارزونه به وخت ونیسي، خو لومړني تحلیلونه ښيي چې درې واړه مرکزونه سخت ویجاړ شوي او ډېر شدید زیان یې لیدلی دی.»