فرهنګ او هنر

جرمني کې د پښتو ژبې ملي ورځ ولمانځل شوه

جرمني کې د پښتو ورځې په مناسبت غونډه.

د پښتو ژبې ملي ورځ د لسګونو پښتو شاعرانو او لیکوالانو په ګډون د جرمني په کلن ښار کې ولمانځل شوه.

دا غونډه پرون (جمعه، د غبرګولي ۹مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌ام) په نوښت جوړه شوې وه.

دغه غورځنګ ویلي، چې په دې غونډه کې د پوهنتون استادانو، خبریالانو، لیکوالانو، ځوانانو او د پښتو ادب وتلو شخصیتونو ګډون کړی و.

میوند یوسفي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ لوړپوړی غړی او په جرمني کې مېشت دی، د دې غونډې پر مهال د پښتو ژبې اهمیت داسې بیان کړ: پښتو ژبه یوازې زموږ د خبرو وسیله نه ده، بلکې د غیرت، مېړانې، کلتور، ادب او ارزښتونو استازیتوب کوي.

یادونه باید وشي چې د غبرګولي اتمه، چې د مې د ۲۹مې نېټه د پښتو ژبې ملي ورځ ده، سره برابره ده، خو له هغې وروسته چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، نور دا ورځ په هېواد کې ونه نمانځل شوه.

دا ورځ په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کال کې په کابل کې د لیکوالانو، ادبي شخصیتونو او دولتي چارواکو په ګډون ولمانځل شوه.