د افغانستان د پهلوانۍ ملي لوبډله، د ایران په نړیوالو سیالیو کې درېیم مقام وګاټه.
یادې سیالۍ د «جام تختي» تر نامه لاندې د شیراز په ښار کې ترسره شوې چې د هېواد ملي لوبغاړو د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.
ایران او ترکیې لومړی او دویم مقامونه وګټل.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، عراق، قطر، برازیل، ترکیې، قرغیزستان، فلسطین او ارمنستان هېوادونو شاوخوا سلو پهلوانانو ګډون کړی و.
د هېواد ملي لوبغاړي په دې سیالیو کې د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.
د ایران او ترکیې لوبډلو په ترتیب سره د لومړي او دویم مقامونو ګټونکي شول.
دا هم باید وویل شي چې د «تختي جام» د سیمې د کشتي له خورا معتبره سیالیو څخه ګڼل کېږي.