بشري حقوق

په یوه میاشت کې د طالبانو له خوا د ۱۲۰ څخه زیات کسان په دورو وهل شوي

طالبانو په یوه میاشت کې له ۱۲۰ څخه زیات کسان په  دورو وهلي دي، چې ښځې هم په کې شاملې دي.

د طالبانو د سترې محکمې له خپرو شویو راپورونو څخه د آمو موندنې ښيي چې په تېرو ۲۴ ورځو کې، طالبانو د کابل په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې ۱۲۵ کسان په دورو وهلي دي، چې ۱۲ یې ښځې دي.

هېوادوال او د بشري حقونو یو شمیر فعالان، د طالبانو په سخت چلند په نیوکه کوي او د طالبانو لخوا د خلکو په دُرو وهل له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼي.
د طالبانو د سترې محکمې له خپرو شویو راپورونو څخه د آمو موندنې ښیي چې طالبانو د غبرګولې له لومړۍ نېټې څخه د دې میاشتې تر ۲۵مې پورې، د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د ټولو په وړاندې ۱۲۵ کسان په دُرو وهلي دي، چې ۱۲ ښځې هم پکې شاملې دي. دغه کسان د «له کوره د تېښتې، زنا، بد اخلاقۍ او غلا» په تورونو په دورو وهل شوي دي.

د هېواد ۱۶ولایتونه کابل، لغمان، خوست، کونړ سرپل او نور د روان هجري لمریز کال په غبرګولې میاشت کې تر ټولو زیات د دُرو وهلو شاهدان وو.

په هغو ولایتونو کې چې کسان په دورو وهل شوی دي:

• کابل د دُرو وهلو ۴۴ قضیې
• لغمان د دُرو وهلو ۱۶ قضیې
• کونړ د دُرو وهلو ۱۶ قضیې
• خوست د دُرو وهلو ۱۵ قضیې
• سرپل د دُرو وهلو ۵ قضیې

د هیواد اوسیدونکي د طالبانو پر سخت چلند نیوکه کوي او ټینګار کوي چې د ټولو په وړاندې په دُرو وهل د انساني ارزښتونو خلاف دي.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: ««افغانستان موږ ته په یوه زندان بدل شوی او طالبان هره ورځ بې له کوم دلیله ښځې او نارینه دورو وهي، موږ تر کومه دا د طالبانو ظلم وزغمو؟»

په همدې حال کې، د بشري حقونو ځینې فعالانې د طالبانو لخوا بدني سزا د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼي او ټینګار کوي چې طالبان د شریعت تر نامه لاندې خلک ځپي.

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل نوي راپور کې، د طالبانو لخوا د هیواد د وګړو بدني سزا غندلې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا ښځو او نارینه وو ته له کافي شواهدو پرته سزا ورکول کیږي؛ هغه څه چې ښځې او نجونو یې ډېرې قربانیانې دي.

د آمو موندنې ښیې چې طالبانو په تیرو دریو کلونو کې د ۱۷۱ ښځو په ګډون له ۱۰۳۵ څخه ډیر کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو بشري حقونو سازمانونو په دوامداره توګه له طالبانو څخه د هیوادوالو د بدني سزا د لغوه کولو غوښتنه کړې ده؛ خو ښکاري چې طالبان دغه غوښتنې له پامه غورځوي او د خپل تفسیر له مخې د شریعت او عدالت د پلي کولو تر نامه لاندې په هېواد کې د تاوتریخوالي عملي کولو ته دوام ورکوي؛ دا چاره د یو شمېر بشري حقونو فعالانو، د بشری حقونو ملاتړو بنسټونو او د هېوادوالو له نظره د انساني ارزښتونو خلاف ګڼل کېږي.