د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې په افغانستان کې یې ۱۰ زره ماشومانو ته د رواني-ټولنیزو خدمتونو زمینه برابره کړې ده.
یونیسف په اېکسپاڼې کې لیکلي، چې دغه خدمتونه د «ماشوم دوستو ځایونو» له لارې وړاندې کېږي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، دغه ماشومان نه یوازې له رواني-ټولنیزو خدماتو برخمن دي، بلکې زده کړې هم کوي او د لوبو لپاره هم مناسب چاپېریال لري.
دا په داسې حال کې ده چې، د ماشومانو ژغورنې سازمان په خپل تېر اونیز راپور کې خبرداری ورکړی، که د بشري مرستو بودجه کمېدل ادامه ومومي، نو شاوخوا پنځمه برخه افغان ماشومان ښايي تر اکتوبر میاشتې مخکې د لوږې له بحراني حالت سره مخ شي.
د «د خوړو خوندیتوب د پړاوونو» د نوې موندنې له مخې، نږدې پنځه میلیون افغان ماشومان، چې د ماشومانو د ټول نفوس ۲۰ سلنه جوړوي، هماوس د خوړو له «بحراني» یا «بیړني» کمښت سره مخ دي.
که څه هم د تېر کال په پرتله د لوږې عمومي شمېرې یو څه راټیټې شوې دي، خو د مرستو سازمانونه د تمویل د پرې کېدو په اړه سخت اندېښمن دي.