د اسراییلو او ایران جګړه چې له تېرو دریو شپو ورځو راهیسې د اسراییلو له پراخو بریدونو سره پر ایران د نظامي او هستهای هدفونو پر ضد پیل شوې، د جي۷ ډلې د ناستې اصلي بحث ګرځېدلی دی.
دا ناسته چې روانه اوونۍ د درې ورځو لپاره د کاناډا د البرټا د راکي غرونو په سیمه کې ترسره کېږي، د برېټانیایي رسنیو د راپور له مخې، د اسراییلو او ایران جګړه د دې ناستې د خبرو اصلي محور جوړوي.
د دغو راپورونو پر بنسټ، د روسیې او اوکراین جګړه، او د ډونالډ ټرمپ له خوا پر سوداګریزو شریکانو د تعرفو جګړه هم د اجنډا په سر کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له درې شپو ورځو جګړې وروسته، دواړه خواوې لا هم پر دوام او شدت یې ټینګار کوي.
په هغو بریدونو کې چې اسراییل پر ایراني هدفونو کړي، تر دې دمه لږ تر لږه ۲۲ لوړپوړي نظامي چارواکي او ۱۵ هستهای ساینسپوهان وژل شوي دي؛ دا بریدونه، د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني د وینا له مخې، یوازې په دوو لومړیو ورځو کې لږ تر لږه ۷۸ کسان وژلي دي.
له بلې خوا، د ایران له خوا پر اسراییل د غچ اخیستو بریدونو هم تلفات اړولي دي او د اسراییلي رسنیو او بیړني خدماتو د راپورونو پر اساس، تر اوسه له ۱۰ ډېر کسان پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.