سوداګري

د سیمې د کړکېچونو له زیاتوالي سره هممهاله، د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې راټیټ شو

په سیمه کې د کړکېچونو تر زیاتېدو وروسته، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت هم راټيټ شوی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک شمېرې ښیي، چې پر ایران د اسرائیلو له پروني برید وروسته، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت را ټيټ شوی او اوس هر ډالر، له اویا افغانیو پورته په بازارونو کې تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان تر ډېره خپل د اړتیا وړ توکي، له ایران څخه واردوي.

د اسراییلو پوځ د جمعې سهار (د غبرګولي ۲۳مه) د ایران پر یو شمېر برخو هوایي  بریدونه وکړل. اسراییلي چارواکو ویلي، چې په دې بریدونو کې لسګونه هدفونه، د ایران اټومي تأسیسات، لوړپوړي نظامي چارواکي او اټومي ساینسپوهان په نښه شوي دي.

له دې سره، ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې د تیلو او نفتو بیې هم لوړې شوي دي.