نړۍ

الجزیره: پر اسراییلو د ایران توغندیو درې تنه وژلي

الجزیرې راپور ورکړی، چې ایراني توغندیو د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي، چې لږ تر لږه درې کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

دا بریدونه د اسراییلو د روانو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

همدا راز ایران وایي، چې اسراییلي پوځ لږ تر لږه ۷۸ تنه وژلي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، او له ۳۲۰ زیات نور یې ټپیان کړي دي. د اسراییلو پوځ لا هم پر ښارونو، پوځي تاسیساتو او اټومي تأسیساتو بریدونه روان ساتلي دي.

اسراییل ادعا کوي چې تېره شپه یې په تهران کې لسګونه هدفونه ویشتي دي

د پوځ په وروستي راپور کې ویل شوي، چې دغه هدفونه د ځمکې څخه هوا ته د توغندیو د سیسټمونو جوړښتونه شامل وو، چې موخه یې د ایران د پلازمېنې شاوخوا د هوايي دفاع وړتیاوې کمزوري کول دي.

د اسراییلو پوځ ویلي، چې په بریدونو کې لسګونه جنګي الوتکو برخه اخیستې ده. پوځ زیاتوي: «د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د اسراییلو هوايي ځواک له ۱۵۰۰ کیلومترو زیات واټن کې، د تهران په سیمه کې دفاعي سیستمونه په نښه کوي.»

دا د اسراییلو له لوري دویمه شپه ده چې پر ایران بریدونه کوي. لومړۍ مستقیمه حمله یې د جمعې په سهار پیل شوه، چې له امله یې د سیمې کړکېچ لا زیات شوی دی.