طالبانو په څه کم څلوېښتو ورځو کې د ښځو په ګډون له ۱۶۰ څخه زیات کسان په دورو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې له خوا د خپرو شویو راپورونو څخه د آمو موندنې ښیي چې په تیرو ۳۷ ورځو کې، طالبانو د کابل په ګډون د هیواد په اتلسو ولایتونو کې د ۱۹ ښځو په ګډون ۱۶۱ کسان په دورو وهلي دي.
هېوادوال او د بشري حقونو یو شمیر فعالانې د طالبانو په سخت چلند په نیوکې سره، د خلکو په وړاندې د طالبانو لخوا د خلکو په دورو وهل له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼي.
د طالبانو د سترې محکمې لخوا خپرې شوي شمېرې ښیې چې په تیرو ۳۷ ورځو کې د کابل په ګډون د هیواد په اتلسو ولایتونو کې د طالبانو لخوا ۱۶۱ کسان، چې ۱۹ ښځې هم پکې شاملې دي، په دُرو وهل شوي دي.
له څلوېښتو ورځو څخه په کمه موده کې د دُرو وهلو شمېرې
• په تېرو ۳۷ ورځو کې ۱۶۱ کسان په دُرو وهل شوي
• د ۱۹ ښځو په ګډون
• د کابل په ګډون ۱۸ ولایتونه
• له کوره د تېښتې، غلا او بد اخلاقۍ په تور
کابل، لغمان، خوست، کونړ او پروان ولایتونه په ترتیب سره په تیرو ۳۷ ورځو کې د دُرو وهلو تر ټولو ډیر شمیر شاهدان دي.
په ولایتونو کې د دُرو وهلو شمېرې
• کابل د دُرو وهلو ۵۷ قضیې
• لغمان د دُرو وهلو ۱۶ قضیې
• کونړ د دُرو وهلو ۱۶ قضیې
• خوست د دُرو وهلو ۱۵ قضیې
• پروان کې د دُرو وهلو ۱۳ پېښې
د هېواد اوسېدونکي د طالبانو پر سخت چلند نیوکه کوي او ټینګار کوي چې د ټولو په وړاندې په دُرو وهل د انساني ارزښتونو خلاف او غیر عادلانه عمل دی.
په همدې حال کې، د بشري حقونو ځینې فعالانې د طالبانو لهخوا د بدني سزاوو ورکول له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼي او ټینګار کوي چې طالبان شریعت د خلکو د ځپلو او خپل واک د ساتلو وسیله ګرځولی دی .
تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل وروستي راپور کې، د طالبانو لخوا د وګړو د بدني سزا غندلو پرمهال ویلي وو چې په افغانستان کې ښځو او نارینه وو ته د طالبانو لخوا د کافي شواهدو او عادلانه محاکمې پرته سزا ورکول کیږي؛ هغه څه چې ډیری له ښځو او نجونو قرباني اخلي.
د آمو موندنې ښیې چې طالبانو په تیرو دریو کلونو کې د خلکو په وړاندې د ۱۰۷۱ څخه ډیر کسان په دُرو وهلي دي، چې ۱۷۸ ښځې هم پکې شاملې دي.
که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو بشري حقونو سازمانونو په دوامداره ډول له طالبانو څخه د هیواد د وګړو د بدني سزا لغوه کولو غوښتنه کړې ده؛ خو په عمل کې، لیدل کېږي چې طالبان، د دې غوښتنو له پامه غورځولو سره، په هیواد کې په تاوتریخوالي سره د شریعت او عدالت د پلي کولو په اړه په خپل دریځ ولاړ دي؛ هغه څه چې د بشري حقونو د ځینو فعالانو، د بشري حقونو سازمانونو او د هیواد د وګړو لخوا د انساني ارزښتونو خلاف ګڼل کیږي.