د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې که څه هم د اسراییلو د «ناڅاپي» بریدونو ښکاره هدف د ایران د اټومي پروګرام ګډوډول او د اټومي وسلې د پراختیا لپاره اړین وخت اوږدول و؛ خو د بریدونو کچه او د اسراییلي سیاستوالو څرګندونې یو بل اوږدمهاله هدف څرګندوي، چې هغه په دې هېواد کې د «رژیم نسکورول» دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې ورځې له سهاره د اسراییلو بریدونه نه یوازې د ایران اټومي تأسیسات او د توغندیو فابریکې په نښه کړې، بلکې د دې هېواد د پوځ د قوماندې د زنځیر مهم غړي او اټومي ساینسپوهان یې هم هدف ګرځولي دي؛ هغه ضربې چې رویټرز وایي موخه یې د ایران د داخلي باور او د دې هېواد د سیمهییزو متحدینو په منځ کې د اعتبار کمول دي.
د دې خبري آژانس شنونکو ویلي، دغه عوامل کولای شي د ایران مشرتابه بېثباته کړي.
مایکل سینګ، چې د واشنګټن د نږدې ختیځ د پالیسۍ له انستیتوت سره تړاو لري او د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په دوره کې لوړپوړی چارواکی و، ویلي: «دا فرض کېدای شي چې له دې کارونو څخه یو دلیل دا وي چې اسراییل هیله لري رژیم بدلون وکړي. اسراییل غواړي د ایران د خلکو له خوا پاڅون وویني. د لومړۍ څپې بریدونو کې د ملکیانو محدود تلفات هم پراخ هدف ته اشاره کوي.»
د اسراییلو لومړی وزیر، بنیامین نتانیاهو، د اسراییلي الوتکو له لوري د ایران د اټومي تأسیساتو او دفاعي سیسټمونو د بمبارۍ له پیل لږ وروسته، په یوه ویډیویي وینا کې، مستقیماً له د ایران له خلکو مرسته وغوښته. هغه وویل، د اسراییل اقدامات د حزبالله، چې د ایران متحد دی، پر ضد د لبنان د نوې حکومت جوړېدو او د سوریې د اسد رژیم د نسکورېدو لامل شوي دي. نتانیاهو زیاته کړه: «د ایران خلک هم یوه فرصت لري.»
د اسراییلو لومړي وزیر د ایران خلکو ته خطاب کې ویلي: «زه باور لرم چې ستاسو د آزادۍ ورځ نږدې ده. کله چې دا پېښه وشي، زموږ د دواړو لرغونو ولسونو ترمنځ ستره دوستي به بیا را ژوندي شي.»
خو سره له دې چې د اسراییلو له بېساري بریدونو درانه زیانونه وارد شوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو لسیزو دښمني نه یوازې د ایران د واکمنو ترمنځ، بلکې د شیعه اکثریت خلکو په منځ کې هم دا پوښتنه راولاړوي، چې آیا دا امکان لري چې د تهران مذهبي مشرتابه چې وفادارو امنیتي ځواکونو یې ملاتړ کوي، د خلکو د پراخ ملاتړ په مټ نسکور شي که نه.
ښاغلي سینګ خبرداری ورکړی، چې هېڅوک نهشي ویلی چې د ایران د مخالفینو د یووالي لپاره کوم شرایط لازم دي.
د اسراییلو د جمعې د سهار برید د هغه څه لومړۍ مرحله وه، چې دغه هېواد یې «اوږدمهاله عملیات» بللي دي.
کارپوهان وایي تمه ده چې اسراییل به د ایران پر کلیدي اټومي زیربناوو بریدونه ته دوام ورکړي، تر څو د تهران د اټومي بم پر لور د حرکت مخه ونیسي، که څه هم اسراییل یوازې د ایران د اټومي پروګرام د بشپړ لهمنځه وړلو توان نهلري.
خو ایران وایي چې د دوی اټومي برنامه یواځې د ملکي هدفونو لپاره ده.